ايران: اټومي‌ تړون بايد د ټاکل شويو شرايطو پر بنسټ لاسليک شي
CMG2022/03/05 14:41:14
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير عبداللهيان د مارچ په ۴مه نېټه ويلي، چې د ايران اټومي مسئلې ښکېلې خواوې بايد د تهران شرايط ومني او د ايران د اقتصادي ګټو تضمين وکړي.

نوموړي ويلي، که د ايران اتومي تړون ښېکلې خواوې د تهران شرايط او غوښتنې ومني، نو يوه وروستي تړون ته رسیدلی شي.

د ايران بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې عبداللهيان په همدې ورځ د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو اړيکو او امنيتي پاليسۍ له لوړ پوړي استازي يوسيف بوريل سره په تليفوني خبرو کې ويلي، چې ايران غواړي‌ اټومي تړون ژر تائيد کړي، خو د لوېديځو هېوادونو غوښتنو ته به غاړه کېنږدي او له خپلو شرايطو څخه به لاس وانه خلي.

نوموړي ويلي، که لوېديځ هېوادونه د ايران شرايط او غوښتنې ومني، نو هغه به ډېر ژر په مذاکراتو کې د ګډون لپاره د اطريش پلازمېنې ويانا ته ولاړ شي.