د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګريس پنځمه کلنۍ غونډه د مارچ په ۵مه نېټه د بېجينګ په لوی تالارکې پرانيستل شوه.
د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او د دولت مشرانو ګډون کړی و او د چين صدراعظم لي که چيانګ يادې غونډې ته د حکومت کاري راپور وړاندې کړ.
لي که چيانګ وويل، چې په ۲۰۲۱م کال کې د چين د جي ډي پي (GDP) عمومي اندازه ۱۱۴ زرو ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د وړم کال په پرتله ۸.۱ سلنه زياتوالی ښيي او د چين د ماليې عايدات له ۲۰ زرو ميليارډو يوانو څخه هم اوښتي، چې دا د وړم کال په پرتله ۱۰.۷ سلنه زياتوالی ښيي.
نوموړي وويل، چې په همدې کال کې د چين په ښارونو او علاقه داريو کې پر دندو د ګومارل شويو کسانو د زياتوالي شمېر ۱۲ ميليونو او ۶۹۰ زرو ته رسېدلی او د وزګارتيا منځنی انډول ۵.۱ سلنه و.