د چین د حکومت کاري راپور: بېجينګ د تایوان د بېلتون غوښتونکو له کړنو او د بهرنیو ځواکونو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي
CMG2022/03/05 10:57:41
شريکول:

د چين د حکومت کاري راپور د مارچ په پنځمه نېټه خپور شو. په دغه راپور کې د تایوان تنګي د دواړو غاړو د اړيکو په اړه په اشارې ويل شوي، چې چين د تایوان د بېلتون غوښتونکو له کړنو او د بهرنیو ځواکونو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي.

ياد راپور وايي، چې د چين حکومت بايد د تايوان په اړه د کار پر عمده تګلارې او اصولو ټينګار وکړي، په نوې زمانه کې د تايوان مسئلې د حل لپاره د چين د کمونېست ګوند عمومي تګلارې عملي او د يو چين د پېژندنې اصل او د ١٩٩٢م کال ګډې نظريې پلې کړي او د تایوان تنګي د دواړو غاړو اړیکو د سوله يیز پرمختګ او د هېواد د يووالي لپاره هڅې وکړي.