د چين اقتصادي پرمختګ د نړيوالو رسنيو پاملرنه راجلب کړې
CMG2022/03/05 14:36:45
شريکول:

د چين دوه ملي جرګې يعنې د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس پنځمه کلنۍ غونډه او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې ملي کمېټې پنځمه کلنۍ غونډه په جلا جلا توګه د مارچ د پنځمې نېټې په سهار او د مارچ د څلورمې نېټې په ماسپښين پرانيستل شوې.

نړۍ د چين دوو ملي جرګو ته په داسې حال کې سترګې په لار ده، چې کرونا وبا يو ځل بيا سر راپورته کړی او په ګردې نړۍ يې لمن خوره کړې ده او د نړيوال اقتصاد د سمسورتيا بهير هم له ننګونو او ناڅرګند وضعيت سره مخ دی او نړيوال حالات هم پيچلي او له بدلونونو ډک ښکاري.

 د چين دوه ملي جرګې د نړۍ لپاره د دغه هېواد د پرمختګ د څار کړکۍ بلل کيږي او د زياتو بهرنيو خبري رسنيو پاملرنه يې راجلب کړې ده.

د امريکا، جاپان او روسيې په شمول د بهرنيو هېوادونو زياتو خبريالانو د مارچ په څلورمه نېټه د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې کلنۍ غونډې په لومړۍ مطبوعاتي ناسته کې ګډون کړی و او پکې يې د چين د راتلونکي پرمختګ، د کرونا وبا د وقايې او کنترول او ورخلاصون په شمول د علاقې وړ نړيوالو مسئلو په اړه د يادې غونډې له وياند څخه مالوماتي پوښتنې وکړې.

د روسيې د ټاس خبري اژانس خبريال نکولاس دا شپږم ځل دی، چې د چين د دوو ملي جرګو د راپور دنده پر غاړه لرې. نوموړی وايي، چې دده د راپورونو محتويات به د چين پر اقتصادي پرمختګ او د روسيې او چين ترمنځ پر اړيکو ورټول وي.

په بېجينګ کې د اندونيزيا د انتارا اژانس دفتر مسئول ايلوان د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکې کې وويل، چې د چين دوه ملي جرګې ډېرې مهمې دي او هغه غواړي اندونيزيانو ته د چين او اندونيزيا ترمنځ د همکارۍ د راتلونکي وضعيت په اړه معلومات ورکړي.  نوموړي وويل، چې دا د ده دوهم ځل دی، چې د چين د دوو ملي جرګو په اړه راپورونه ورکوي او زياته يې کړه، چې د چين دوه ملي جرګې د نړۍ ډېرې لويې او بريالۍ غونډې بلل کيږي او د چين يو ډېر ښه او اغېزمن ډيموکراټيک نظام دی.

 هغه وويل، چې په روانو دوو ملي جرګو کې د ډېرو مسئلو په اړه علاقه لري او د دغو جرګو په تړاو به له اندونيزيا او نورو اسيايي هېوادونو سره د چين د همکاريو، د پرمختګ او پانګونې په برخو کې د اندونيزيا او چين ترمنځ د همکاريو او د جاکارټا – باندونګ چټکې پټلۍ  د ابادۍ په اړه اندونيزيانو ته مالومات ورکړي.

زياتو بهرنيو خبري رسنيو د چين د دوو ملي جرګو د پيل په درشل کې تر دې عنوان لاندې مقالې خپرې کړي، چې نړۍ د چين له دوو ملي جرګو څخه څه تمې لري؟

 د کينيا راډيويي کمپنۍ د يوې مقالې په خپرولو سره په اشارې ويلي، چې چين د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی او د نړيوالو لپاره د دغه هېواد د پرمختګ وضعيت ډېر د پام وړ دی، نو ځکه د چين دوو ملي جرګو د نړيوالې ټولنې لوړه پاملرنه راجلب کړې ده. مقاله زياتوي، چې د چين اقتصادي تګلاره به پر نړيوال اقتصاد لويې اغېزې ولري.

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په پنځه نېټه د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس پنځمې کلنۍ غونډې ته د حکومت په کاري راپور کې ويلي، چې چين به د لوړې کچې ورخلاصون پياوړی کړي، د بهرنې سوداګرۍ او بهرنيو پانګو د ثبات او پرمختګ او د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ابادۍ لپاره به هڅې وکړي، د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو په اساس به د همکاريو بنسټ نور هم ټينګ کړي او د همکاريو نوې برخې به پراخې کړي.

 چين به د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې او ګډې ګټې به تر لاسه کړي.