چین د سږنۍ اقتصادي ودې لپاره ۵.۵٪ هدف ټاکلی
CMG2022/03/05 10:53:58
شريکول:

د چين تر ټولو لوړې کچې ملي واکمن ارګان کلنۍ غونډه د مارچ د ۵مې نېټې په سهار پرانيستل شوه. 

د چين صدراعظم لي که چيانګ يادې غونډې ته د حکومت د کارونو په اړه راپور وړاندې کړ او په اشارې يې وويل، چې سږ کال د چين د پرمختګ پر وړاندې د پام وړ خطرونه او ننګونې زياتې شوي او بايد د دغو خنډونو او ننګونو د لرې کولو لپاره مقابله وکړو.

نوموړي وويل، چې په اوږدمهال کې به د چين د اقتصادي ودې بنسټيز حالات بدل نه شي. هغه په راپور کې د سږ کال د چين د پرمختګ اصلي هدفونه هم په ګوته کړل او ويې ويل، چې سږ کال به د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت په سلو کې پنځه اعشاريه پنځه زيات شي.

د حکومت په کاري راپور کې د چين د سږ کال د پرمختګ په مهمو موخو ښارونو او ښارګوټو کې د څه دپاسه يوولسو ميليونو نویو کاري دندو رامنځته کول او د ۲۰۲۲م کال لپاره د ښاري وزګارتيا کچه د ۵.۵ سلنې کنټرول او د اوسېدونکو لګښت په سلو کې درې زياتول شامل دي.