لي که چيانګ د حکومت په کاري راپور کې د چين ډيپلوماتيکې چارې روښانه کړې
CMG2022/03/05 11:04:10
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په پنځمه نېټه د حکومت په کاري راپور کې وويل، چې د چين حکومت به د سوله ييزې خپلواکې پر بهرنۍ تګلارې ټينګار وکړي، د سوله ييز پرمختګ لاره به خپله کړي او د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ټينګېدو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به کوښښونه وکړي.

نوموړي وويل، چې د چين حکومت به د نړیوال پرمختګ وړانديز پلی کړي او د ټولو انسانانو د ګډو ارزښتونو د ساتلو اعلان به وکړي.

لي که چيانګ زياته کړه، چې چين د نړيوالې سولې جوړونکی، د نړيوال پرمختګ مرسته کوونکی او د نړيوال نظم ساتونکی دی. چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د نړيوالې سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا د پرمخبيولو لپاره نوې او لويې مرستې وکړي.