شي جين پينګ: د چيني ملت د ګډې ټولنې فکري بنسټ دې لا ټينګ شي
CMG2022/03/06 15:02:59
شريکول:

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس پنځمه کلنۍ غونډه د مارچ پر پنځمه نېټه پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د همدې ورځې په ماسپښين د داخلي مغولستان پلاوي د بحث په ناسته کې ګډون  درلود. شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې موږ باید د بېلا بېلو قومونو اتباع ته لارښوونه وکړو چې په ټینګه سره دې د ګډو ګټو، ګډ پرمختګ او ګډ برخليک د ټولنې مفهوم خپل کړي، د چيني ملت د ګډې ټولنې فکري بنسټ دې کلک کړي، ملي يووالی دې پياوړی کړي او د ستر وطن او ښه ژوند د ابادۍ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

شي جين پينګ زیاته کړه، چې چين يو ګڼ شمېر قومونونه لرونکی هېواد دی. که مختلف قومونه سره یو موټی او همغږي وي، نو هیواد به سوکاله او آرام وي او خلک به نېکمرغه ژوند خپل کړي. که نه، هیواد به کمزوری او انحطاط شي او خلک به له زيانونو سره مخ شي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د داخلي مغولستان اوسنی سوکاله وضعيت د مختلفو قومونو خلکو د ګدو کوښښونو نتيجه ده او د دې سيمې راتلونکی پرمختګ لا هم د خلکو يووالي او کوښښونو ته اړتيا لري.