د پارالمپيک نړيوالې کميټې د مارچ پر ۵مه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تشکلاتي کميټې د چمتوالي کارونه ډېر ښه دي، د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د پارالمپيک ژمنۍ لوبې به د پارالمپيک لوبو لپاره يوه ښه بېلګه جوړه کړي.
د پارالمپيک نړيوالې کميټې مطبوعاتي وياند کرايګ سپنس وويل، چې د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو پرانستونکي مراسم ډېر په زړه پورې دي او د هغه په تجربو کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تشکلاتي کميټې کارونه تر ټولو ډېر ښه دي.