د چين او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو تېلفوني خبرې وکړې
CMG2022/03/06 15:04:33
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ پر پنځمه نېټه د امريکا د بهرينو چارو وزير انتوني بلينکن په بلنه له نوموړي سره تېلفوني خبرې وکړې.

وانګ يي په خپل دې تلېفوني خبرو کې خپل امریکا يې سیال ته وويل، چې اوسمهال د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پیاوړتیا لپاره تر ټولو مهمه دنده د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په انلاين ملاقات کې د تر لاسه شويو ګډو نظريو تطبيق دی. چين دې ته متوجه دی، چې امريکا په دې وروستيو کې له يادې موخې څخه سرغړونکې خبرې او کړنې ښودلي. تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د تايوان مسئله د چين کورنۍ چاره ده. نوموړي له امريکا څخه وغوښتل، چې سمدلاسه د تایوان له بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړکوونکې کړنې بندې کړي، د چين په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه لاس واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ساتلو لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي.

دواړو خواوو هم د اوکراين د مسئلې په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

وانګ يي وويل، چې چين په دې نظر دی، چې د اوکراين بحران د حل لپاره دې د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو له مخې چارې تر سره شي. د بېلا بېلو هېوادونو ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا دې خوندی او ورته ته دې درناوی وشي او د خبرو اترو له لارې دې دغه مسئله حل شي.