د ايران د بهرنيو چارو وزير عبداللهيان د مارچ پر ۵مه نېټه وويل، چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ مشر رافايل ګروسي له ايران څخه د ليدنې په ترڅ کې دا هيله څرګنده کړه، چې د دواړو خواوو ترمنځ متقابل اعتماد او همکارۍ نورې ټينګې شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، عبداللهيان په همدې ورځ له ګروسي سره په خبرو اترو کې وويل، چې د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي بايد خپلواکې، مسلکي او عادلانه اقدامات ونيسي. هيله ده چې دغه ايجنسي به د ايران پر اټومي تاسيساتو د څارنې تر څنګ، له ايران سره اړيکې او همکارۍ ټينګې کړي او د ايران له سوله ييز اټومي صنعت څخه ملاتړ وکړي.