شي جين پينګ توماس باخ ته ځوابي پيغام وليږه
CMG2022/03/06 17:37:12
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ پر دوهمه نېټه د اولمپيک نړيوالې کميټې رئيس توماس باخ ته ځوابي پيغام وليږه.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د بېجينګ د ۲۰۲۲م کال اولمپيک ژمنۍ لوبې بريالۍ پايلې ته رسېدلې دي. چين په بشپړه توګه د اولمپيک لوبو د کوربه توب په اړه خپله ژمنه پوره کړې او نړۍ ته يې سپيڅلې، خوندي او په زړه پورې اولمپيک ژمنۍ لوبې وړاندې کړې چې د نړيوالې ټولنې له خوا يې ډېره ستاينه شوې ده.

شي جين پينګ د توماس او د اولمپيک نړيوالې کميټې له اوږدمهاله ملاتړ څخه مننه وکړه او و يې ويل چې د چين حکومت غواړي د اولمپيک له نړيوالې کميټې سره نژدې همکارۍ وساتي او د تل لپاره د اولمپيک نړيوالې کميټې له کارونو څخه ملاتړ وکړي. چين به د اولمپيک پر روحيې ټينګار وکړي، په ګډه سره به د اولمپيک لوبو پياوړی پرمختګ ته وده ورکړي او په ګډه به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره کوښښ وکړي.

 څو ورځې مخکې توماس باخ رئيس شي جين پينګ ته يو ليک واستاوه چې د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د برياليتوب له امله يې مبارکي وويله او ويې ويل چې د رئيس شي جين پينګ په غوره رهبرۍ کې چين د ژمنيو لوبو په هېواد بدل شوی چې له ۳۰۰ ميليونو څخه زيات خلک يې د یخ او واورو په سپورتي لوبو کې ګډون لري. دا د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له خوا رامنځته شوې ارزښتناکه شتمني ده چې د نړيوالو ژمنيو سپورتونو نوې زمانه يې پرانيستې ده.