د چين دوه ملي جرګې د نړۍ لپاره د دغه هېواد د پرمختګ د څار کړکۍ ګرځېدلې
CMG2022/03/06 15:06:31
شريکول:

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس پنځمه کلنۍ غونډه د مارچ پر شپږمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. په چين کې د زياتو بهرنيو هېوادونو سفيرانو، د ملګرو ملتونو مامورينو او د نړيوالو سازمانونو مسؤلينو د دغه کانګرس په بلنه دغه غونډه واورېده.

په چين کې د ملګرو ملتونو همغږی کوونکي سيدهارت چاتيرجي له خبريال سره مرکې کې د چين د حکومت کاري راپور وستایه او و يې ويل، چې له دغه راپور څخه ښکاري، چې چين د عامه چارو اغېزمنه تګلاره غوره کړې او د کرونا وبا د وقايي او کنترول تر څنګ يې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ښه وضعيت ساتلی دی. نوموړي زياته کړه، چې په دغه راپور کې يې په دې اړه معلومات تر لاسه کړل، چې چين به د کليوالو سيمو د سمسورتيا ستراتيژي پلې کړي او د زرغون پرمختګ او د کاربون د ايستنې د کمولو لپاره به هڅې وکړي.

په چين کې د دومينيکا سفير مارتين چارلس وويل، چې دغه غونډې د نړۍ لپاره په اړوندو برخو کې د معلوماتو د تر لاسه کولو يو ډېر ښه فرصت دی، چې چين څنګه له نورو هېوادونو سره مرستې کړي او څنګه يې د کرونا وبا کنترول کړې. نوموړي په دې مناسبت د چين د کمونېست ګوند او د دغه هېواد د مشر ستاينه وکړه، چې د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې يې د خلکو د ژوند د ژغورولو لپاره ستر خدمتونه کړي او په دې بهير کې يې پياوړی لارښوونکی ځواک ښودلی دی.