د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې، د ماليې وزارت او د کرنې او کليو وزارت درېو مسئولينو د مارچ پر ۵مه نېټه د چين د دوو ملي جرګو په ترڅ کې د خبري رسنيو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مشر هه لي فنګ وويل، چې په ۲۰۲۱م کال کې د چين جي دي پي (GDP) عمومي اندازه ۱۱۴.۴ زرو ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۱۳ زره ميليارډه يوانه زیات شوی. دا د چين په تاريخ کې لومړی ځل دی او له دې څخه دا ښودل شوې، چې د چين د اقتصاد پټ قوت ډېر غښتلی دی.
د چين د ماليې وزير ليو کون وويل، چې د ماليې د فعالې پاليسې پر بنسټ موږ په مؤثر ډول لوړه تللې یو او دوامدار پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري.
د چين د کرنې او کليو وزير تانګ ژن جيان وويل، که څه هم د دغه هېواد د غلو دانو د عرضه او تقاضا اندازه نژدې برابره ده، د غلو دانو اوسني عرضه کافي ده.