د چین باثباته اقتصاد لاهم د نړیوال اقتصاد ثبات ورکوونکی دی
CMG2022/03/06 14:33:42
شريکول:

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس پنځمه کلنۍ غونډه د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. غونډې ته وړاندې شوي د حکومت په کاري راپورکې د تېر کال د پرمختیایي لاسته راوړنو لنډیز، په ۲۰۲۲م کال کې د مهمو دندو لپاره ترتیب او په واضح ډول  په ګوته شوه، چې ثابته وده باید په ډېر مهم موقف کې وساتل شي.

    د چین لپاره ۲۰۲۲م کال یو مهم کال دی. له زياتو خطرونو او ننګونو سره سره، د چين اقتصاد د بيارغاونې او پرمختګ په حال کې دی او د تېر کال په اوږدو کې مهمې موخې او دندې په ښه توګه بشپړې شوي، چې د څوارلسم پنځه کلن پلان د ښه پيل نښه ده. د يادونې وړ ده، چې تېر کال د چين د اقتصاد عمومي اندازه ۱۱۴،۴ ټریلیونو يوانو ته رسېدلې، چې د امريکايي ډالرو په حساب کلنی زياتوالی يې ۳ ټريليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی  او دا شمېره د نړۍ د اقتصادي پرمختګ په تاريخ کې بې سارې  ده.

دا ډول لاسته راوړنې اسانه نه دي. له دې څخه نه يوازې دا څرګندېږي، چې د چين اقتصاد له خطر سره د مقابلې پياوړی توان لري، بلکې د چين د حکومت له عمومي پلان سره د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د ثبات په موخه د حکومت له کارونو سره هم نژدې تړاو لري.

په اوس وخت کې کرونا وبا لا هم په نړۍ کې روانه ده او بهرنی چاپيريال لا زيات پيچلی، سخت او ناڅرګند شوی دی. چين د ۲۰۲۲م کال لپاره د جي ډي پي د ودې متوقع هدف شاوخوا ۵،۵ سلنه ټاکلی، په بشپړه توګه د چين د اقتصادي پرمختګ سره مخامخ داخلي او بهرني حالت ته په پام سره، د اقتصادي عملياتو له واقعي حالت سره سمون لري.

 پر اټکل شوې اقتصادي ودې سربېره، د حکومت په کاري راپور کې د سږ کال د چين د پرمختګ په مهمو موخو کې په ښارونو او ښارګوټو کې د څه دپاسه يوولسو مليونو نویو کاري دندو رامنځته کول، د ټول ۲۰۲۲م کال لپاره د ښاري بېکارۍ کچه د ۵.۵ سلنې کنټرول او د اوسېدونکو د مصرفي بيو ۳ سلنه زياتوالی شامل دي.

په ټوله کې، سږ کال به چين د نویو پرمختيايي مفکورو تر لارښوونې لاندې د ثابتې ودې او د لوړ کيفيت د پرمختګ اړتياوې په نظر کې ونيسي. نه یوازې ستونزې او ننګونې به  له منځه یوسي، بلکې دا ډاډ به هم تر لاسه کړي چې په دې برخه کې باور او اطمینان موجود دی. دا ډول باور له دې حقيقت څخه راځي، چې د چين د اقتصادي ودې اصلي وضعيت به د اوږدې مودې لپاره بدل نه شي او دا هم د چين د اقتصاد له پياوړي مقاومت او ځواکمنتيا څخه راځي. د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه، چين به د ۲۰۲۲م کال د موخو او دندو د تر لاسه کولو پر مهال د نړيوال اقتصاد په بيا رغونه کې لا زيات مثبت ځواک برابر کړي او د نړيوال اقتصاد د ثبات ورکوونکي په توګه به دوام وکړي.