د چين د حکومت د کاري راپور په اړه يوه خبري ناسته تر سره شوه
CMG2022/03/06 15:03:46
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مارچ پر ۵مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه. د چين د دولتي شورا څېړنيز دفتر مسئول په دغه ناسته کې د حکومت د کاري راپور په اړه معلومات ورکړل.

د چين د حکومت په کاري راپور کې راغلي، چې د دغه هېواد د ۲۰۲۲م کال د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يعنې جي ډي پي د زياتوالي لپاره ۵.۵ سلنه هدف ټاکل شوی. نوموړي مسئول وويل، چې د دغه هدف د تر سره کولو لپاره بايد د ثبات ساتلو ته لومړيتوب ورکړل شي او د ثبات پر بنسټ دې بيا د ودې لپاره هڅې وشي. چين به د عمومي تګلارو د تطبيق کچه لا لوړه کړي او له مخې به يې د سږ کال مالي لګښتونه له ۲۶ زرو ميليارډو يوانو څخه زيات شي او د مالياتو د کمولو اندازه به ۲۵۰۰ ميليارډو يوانو ته ورسيږي. چين به اصلاحات، ورخلاصون او نوښت پياوړی کړي او د کورنيو اړتياوو د تحريک پر ستراتيژۍ به ټينګار وکړي.