د عراق ملي پارلمان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کانديدو د دوباره پيل غوښتنه کړې
CMG2022/03/06 15:02:24
شريکول:

د عراق ملي پارلمان د مارچ پر ۵مه نېټه اعلان کړی، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره به کانديدان يو ځل بيا وټاکل شي. مخکې ټاکل شوي د ولسمشرۍ د ټاکنو رايګيرۍ، چې بايد د دې اوونۍ په پای کې تر سره شويوای، لغوه شوي دي. 

د عراق د ملي‌ پارلمان رسنيز دفتر د مارچ پر ۵مه نېټه په یوه اعلاميه کې وويل، چې ملي پارلمان په همدې ورځ په دې اړه رايګيري وکړه، چې ايا د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره کانديدان بيا وټاکي که نه. د ملي پارلمان په ۳۲۹ غړو کې ۲۶۵ تنو په رايګيرۍ کې ګډون وکړ، په پای کې ملي پارلمان په ۲۰۳ منظوري او ۶۲ ممتنعو رايو سره اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د کانديدۍ ټاکنې دي بيا پيل شي.