شي جين پينګ د هېواد ښځو ته د ښځو نړيوالې ورځې مبارکي وويله
CMG2022/03/07 10:37:33
شريکول:



د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ښځو نړيوالې ورځې په درشل کې د دغه هېواد د بېلابېلو قومونو او ټولنو ښځو ته د دغې ورځې مبارکي وويله.
نوموړي يادې څرګندونې د مارچ په شپږمه نېټه د چين د کرنې، ټولنيزې خېرښېګنې او ټولنيز تضمين له هغو استازو سره د خبرو پر مهال وکړې، چې د دغه هېواد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د غړو په توګه يې په کلنۍ غونډې کې ګډون کړی دی.