د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې په مرکزي هومز ولايت کې پر يو پوځي بس بريد شوی چې له امله يې ۱۳ سوريي سرتيري وژل شوي او ۱۸ تنه ټپيان شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو څار سازمان چې مقر يې د بريتانيا په لندن کې دی، خبر ور کړی چې داعش د سوريې د ملي پوځ په يو بس بريد کړی اوه ۱۳ کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده. ياد سازمان د ځينو ټپيانو حالت نازک ښودلی او ويلي يې دي، چې ښايي د وژل شويو کسانو په شمېر کې زياتوالی راشي.
(مينه)