د پارالمپيک نړيواله کمېټه: د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو له امله په چين کې له خنډونو پاک خوندي چاپيريال جوړ شوی
CMG2022/03/07 15:58:49
شريکول:

د پارالمپيک نړيوالې کمېټې او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کېټې د مارچ په شپږمه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کمېټې د طرحې او ډېزاين ادارې مشر ليو يو مينګ په دغه غونډه کې خبريالانو ته له خنډونو پاک خوندي چاپيريال د ابادۍ په اړه معلومات ورکړل.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کمېټې وياند يان جيه ژونګ وويل، چې له خنډونو پاک خوندي چاپيريال معيوبو وګړو ته په ټولنيزو کړنو کې د ګډون عادلانه فرصت ورکوي او د زاړو کسانو، ټپيانو او ناروغانو لپاره ډېرې انسانتياوې برابروي او د ټولې نړۍ لپاره ډېر مهم ارزښت لري.

د پارالمپيک نړيوالې کمېټې وياند کلايګ سپينسير وويل، چې چين په ۲۰۰۸م کال کې ۸۰۰۰ له خنډونو پاک خوندي او د لاسرسي وړ تاسيسات او د ۲۰۲۲م کال د پارالمپيک د ژمنيو لوبو لپاره يې نور زيات له خنډونو پاک خوندي تاسيسات جوړ کړي دي. د دغو تاسيساتو له امله په دغه هېواد کې له خنډونو پاک خوندي چاپيريال بشپړ شوی دی.