د پيسو نړيوال صندوق پر ځايي وخت د مارچ په پنځمه نېټه ويلي، چې په راتلونکې اوونۍ کې به د اوکراين له خوا د يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو امريکايي ډالره پيسو د راټولولو غوښتنليک د دغه صندوق اجرائيوي کمېټې ته وړاندې کړي.
د پيسو نړيوال صندوق زياته کړې، چې له روسيې سره نژدې اړيکې لرونکي هېوادونه د عرضې ځنځير له کمبود سره مخ دي او اوس دغه صندوق له مولداوي سره د مرستندويه پلان په اړه د سلامشورو په حال کې دی. دغه صندوق په دې نظر دی، چې د روسيې او اوکراين روانه جګړه او اړوند بنديزونه به پر نړيوال اقتصاد سختې اغېزې وکړي.