پوتين له اوکراين څخه د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه
CMG2022/03/07 09:55:31
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مارچ په ۶مه نېټه ويلي، يوازې اوکراين جګړه پای ته ورسوي او د روسیې غوښتنې پوره کړي، روسي ځواکونه په دغه هيواد کې خپل عمليات ودروي.
د امريکا ولسمشر جو بايډن د مارچ په ۵مه نېټه د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زلينسکي سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې حکومت به یې اوکراين سره امنيتي، انساني او اقتصادي زياتې مرستې وکړي.
(خبرياله: شکريه)