فلسطين: د چين واکسينونو په غزه کې د کرونا وبا د وقايې فشار کم کړی
CMG2022/03/07 15:04:55
شريکول:

د فلسطين د روغتيا وزارت د درملو ادارې رئيس اشرف رحيمي سينهوا خبري اژانس ته ويلي، چې د چين واکسينونو په غزه کې د کرونا وبا د وقايې فشار کم کړی او د چين له اوږدمهالو مرستو څخه يې مننه کړې ده.
له غزې سره د چين او مصر ۵۰۰ زره کرونا ضد واکسینونه د فبرورۍ په دوهمه نيمايي کې د دې سيمې رافا بندر ته رسېدلي دي. چين تېر کال له يادې سيمې سره د واکسين یوه بله جوپه مرسته هم کړې وه.
رحيمي زياته کړې، چې د چين د مرستې په رسېدو سره د غزې سيمې مالي ستونزې هم کمې شوې دي. په دغې سيمې کې د کرونا وبا څلورمه څپه تېره شوې او د واکسین د تطبيق کچې په لوړېدو سره پکې د ناروغانو او مړينو په کچو کې هم کموالی راغلی دی، نوموړي له چين څخه مننه کړې او هيله يې ښودلې، چې د چين او فلسطين ترمنځ د طب په برخه کې ګډې همکارۍ زياتې شي.