شي جين پينګ د چين ولسي سياسي کنفرانس د ملي کمېټې له ځينو غړو سره وکتل
CMG2022/03/07 14:36:15
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمیسيون رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۶مې نېټې په ماسپښين د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کمېټې د کرنيزو چارو، د ټولنې د خېر ښېګڼې او ټولنیز ضمانت له ځينو غړو سره وکتل او په مباحثوي غونډه کې يې ورسره ګډون وکړ او د دوی نظريې او وړانديزونه يې واورېدل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د کلیوالو سيمو د شتمنې ستراتيژۍ پلې کولو په ترڅ کې بايد د غلو دانو د عرضې تضمین ته لومړيتوب ورکړل شي او د کرهنيزو چارو د عمومي توليدي توان لوړولو ته بايد ډېره پاملرنه وشي.

د یاد کنفرانس ۷ غړو په دغې مباحثوي غونډې کې په کلیوالو سيمو کې د چارو د پرمختګ او د ټولنيز ضمانت د بشپړتیا په اړه خپلې نظريې څرګندې کړې.

شي جين پينګ د دوي خبرو تر اورېدلو وروسته په اشارې وویل، چې اوسنۍ نړۍ د ناارامۍ او ترینګلتیا نوې دورې ته ننوتلې او د چين په دننه کې د اصلاحاتو، ثبات او پرمختګ دندې ډېرې درنې او سختې دي، خو چین د پرمختګ په اړه خپلې وړتیاوې هم لري.

لومړی، د چین کمونېست ګوند ټينګې لارښوونې لري او د ډول ډول ننګونو پر ضد د مبارزې لپاره يې بنسټيز سياسي تضمین برابر کړی دی.

دوهم، د چین ځانګړتیا لرونکی سوسیاليستي نظام څرګندې وړتیاوې لري او د کرونا وبا ضد مبارزې او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې يې دغه وړتیاوې  ښودلې دي.

درېيم، چین د دوامدار ګړندي پرمختګ په مټ کلک بنسټ جوړ کړی دی.

څلورم، د چين حکومت په کوردننه د ټولنې د دايمي سوله ييز چاپېریال د پرمختګ لپاره ډېر ګټور فرصت برابر کړی دی.

کرهنیزې چارې د یو هېواد د پرمختګ بنسټ دی

شي جين پينګ د غلودانو امنیت ته ډېره پاملرنه کوي او په یاده مباحثوي غونډې کې يې هم په اشارې وویل، چې د غلودانو امنیت د یو هېواد تر ټولو مهم کار دی. چین په خپلو کوښښونو په نړۍ کې د ۹ سلنې کروندو ځمکو او د ۶ سلنې خوږو اوبو په لرلو سره د نړۍ یو پر ۵ برخه نفوس ساتلی دی. د چین نفوس مخکې ۴ سوه میلیونه و، خو د غلودانو عرضا يې کافي نه وه، خو اوسمهال یې نفوس ۱ میليارډ او ۴ سوه میلیونو ته رسېدلی او د غلودانو عرضا يې بشپړه او خلکو ته کافي غذا ورکوي. چین په دغې کړنې هغې پوښتنې ته څرګند ځواب ورکړی، چې وايي، څوک به چین وساتي؟

شي جين پينګ وويل، چې د چین دغه لاسته راوړنه د زیاتو کوښښونو او هڅو په پایله کې تر لاسه شوې او باید ښه وساتل شي.  

نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې د چين حکومت به د غلو دانو امنیت ساتلو په برخه کې هېڅ بې پروايۍ ته اجازه ور نه کړي او دا نظر بايد ورنه کړل شي، چې د صنعتي چارو په مودې کې د غلودانو امنيت دومره مهم نه دی. برسيره پر دې، د غلودانو امنیت ساتنه پر نړیوال بازار هم تکیه نه لري، بلکې یوازې پخپله دغه مسئله حل کولی شو، نو چین باید تل د غلودانو امنیت ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او اغېزمن تدبيرونه باید ونيسي، څو د غلودانو توليدي اندازه پخپله لوړه کړي او و يې ساتي، په مناسبه توګه له نورو هېوادونو څخه خوراکي توکي وارد کړي او د غلودانو د توليد په بهیر کې دې علمي او ساینسي لارې چارې ښې وکاروي.

هغه زیاته کړه، چې د چين حکومت باید د کلیوالو سيمو د شتمنې ستراتيژۍ د پلې کولو په ترڅ کې نه يوازې اقتصادي پرمختګ ته پاملرنه وکړي، بلکې په کليوالو سيمو کې د ګوندي بنسټيز سيستم جوړونه او هم د بزګرانو نظري ښوونه او قانوني اداره پياوړې کړي.