وانګ يي: له افغانستان سره د بشري مرستو چټکتيا اړينه ده
CMG2022/03/07 20:51:52
شريکول:

 

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اوومه نېټه وويل، چې له افغانستان سره د بشر دوستۍ د مرستو چټکتيا له دغه هېواد څخه د ملاتړ په چارو کې ډېر مهم او بېړنی کار دی.

وانګ يي په اشارې وويل، چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو غېرمسئولانه وتنه د افغانانو د بشري بحران سبب ګرځېدلې او د دې سيمې ثبات او امنيت ته يې سختې ننګونې رسولې دي.

نوموړي وويل، چې چين له امريکا څخه غوښتي، د افغانانو کنګله شتنمني ازاده او بېلا بېل يو اړخيز لګيدلي بنديزونه ترې لغوه کړي او له افغانانو سره دې مرستې وکړي، څو په خوندي توګه له روان سوړ ژمي څخه ووځي.

وانګ يي زياته کړه، چې چين پر وخت افغانستان ته د مرستې لاس ورکړی او د افغانانو د اړتياوو له مخې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. چين هيله لري چې د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه د خپل غوره والي په کارولو سره د دغه هيواد د دایمي سولې او ثبات