چين: يو کمربند او يوه لاره به د نړۍ د پرمختګ او د خلکو د نيکمرغۍ سبب وګرځي
CMG2022/03/07 19:19:11
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۷مه نېټه وويل، يو کمربند او يوه لار که څه هم د کرونا وبا له اغېزو سره مخ ده، خو چارې يې ډېرې ښې روانې دي.

نوموړي وويل، چې له ۲۰۲۱م کال راهيسې ۱۰ هېوادونو له چين سره د یو کمربند او يوې لارې د جوړونې همکاريز تړون لاسليک کړي دي. تر اوسه پورې ۱۸۰ هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې برخه اخيستې ده. چين له ۲۰ پرمختيايي هېوادونو سره د واکسين د توليدو په برخه کې ګډې همکارۍ تر سره کوي.

نوموړي وويل، چې چين به په راتلونکي کې له نړیوالې ټولنې سره يو ځای د يو کمربند او يوې لارې باکيفيته جوړونې ته وده ورکړي، او دغه لاره به د نړۍ د پرمختګ او د خلکو د نيکمرغۍ سبب وګرځي.