د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو
ملتونو امنيت شورا د مارچ په ۶مه نېټه د يوې بيانيې په خپرولو سره په پاکستان کې د
شوي ځانمرګي بريد غندنه کړې ده.
امنيت شورا په دې بيانيې هر ډول ترهګريزې
کړنې د نړيوالې سولې او امنيت لپاره تر ټولو لوی ګواښ بللی او له ټولو هيوادونو يې
غوښتي، چې د نړيوالې سولې او امنيت لپاره دې د ترهګريزو ګواښونو د له منځه وړلو
لپاره کوښښونه وکړي او د ترهګريزو کړنو ترسره کوونکي او ملاتړي دې ونيسي او قانون
دې پرې پلی کړي.
د خبر له مخې، د مارچ په ۴مه نېټه، د پاکستان په شمال لوېديځ
خيبر- پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې په يو جومات کې ځانمرګی بريد وشو، چې له
امله يې ۶۳ کسان ووژل شول او کابو ۲۰۰ نور ټپيان شول.
د داعش خراسان ډلې د دې
بريد مسئوليت پرغاړه اخيستی دی.
(خبرياله: شکريه)