د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۷مه نېټه د چين د ۱۳م ملي ولسي کانګريس د پنځمې کلنۍ غونډې په خبري ناسته کې وویل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نړيوال پرمختګ واړنديز د بېلابېلو خواوو له غوښتنو سره سمون لري او د ملګرو ملتونو او نږدې سلو سلګونو هېوادونو ملاتړ يې تر لاسه کړی دی. چين غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره دغه مهم وړانديز شريک کړي او د نړيوال پرمختګ ګډه ټولنه اباده کړي.
وانګ يي د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې چين د نړيوال پرمختګ وړانديز د خلکو د ګټو په اساس او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د پلي کېدو په موخه کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې چين غواړي له بېلابېلو خواوو سره د پرمختيايي هېوادونو بېړنۍ مسئلې حل کړي، په تېره بيا د بېوزلۍ له منځه وړلو، د غلو دانو امنيت، د اقتصاد سمسورتيا، د کار موندنې او روزنې، تعليم، طب او زرغون پرمختګ په برخو کې همکارۍ پراخې کړي.(فرشته)