وانګ يي: نړيواله ټولنه دې په اوکراين کې د بشري بحران د مخنيوي لپاره هڅې وکړي
CMG2022/03/07 16:36:48
شريکول:

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس پنځمې کلنۍ غونډې د مارچ په اوومه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دغه ناسته کې د اوکريان د وضعيت په اړه خبرې وکړې او پر دې يې ټينګار کړی، چې نړيواله ټولنه دې په اوکراين کې د بشري بحران د مخنيوي لپاره هڅې وکړي او په دې مناسبت يې د چين شپږ فقره ييز پېشنهاد وړاندې کړ.

لومړی، په اوکراين کې د بشر دوستۍ چارې دې د عدالت او برابرۍ په اساس تر سره شي او سياسي رنګ دې نه ورکول کيږي.

دوهم، د اوکراين له بې کوره وګړو سره دې مرستې وشي.

درېيم، د اوکراين د عامو خلکو خونديتوب دې ډاډمن شي.

څلورم، په اوکراين کې د بشر دوستۍ مرستو لپاره دې زمينې برابرې شي.

پنځم، په اوکراين کې دې د بهرنيانو امنيت تامين شي او له دغه هېواد څخه د وتلو په چارو کې دې له دوی سره مرستې وشي.

شپږم، له اوکراين سره د بشر دوستۍ په مرستو کې د ملګرو ملتونو له رول څخه دې ملاتړ وشي. 

وانګ يي اعلان کړی، چې چين په اوکراين کې د بشر دوستۍ بحران د ليري کولو لپاره د خدمتونو هيله لري. د چين سره صليب ټولنه به ژر اوکراين ته لومړی جوپه مرستندويه توکي وليږي.