امريکا د روسيې د نفتو پر ليږد د بنديز په اړه غور کوي
CMG2022/03/07 10:38:28
شريکول:

د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن د مارچ په شپږمه نېټه سي اېن اېن ته ويلي، چې د دغه هېواد ولسمشر جوبايډن اوس د بېلابېلو حکومتي ادارو له مسئولينو سره په خبرو دی، چې د روسيې د نفتو پر ليږد بنديز ولګوي.
 نوموړي زیاته کړې، چې امريکا به له خپلو اروپايي متحدينو او ملګرو هېوادونو سره همغږي وکړي، څو اړوند اقدامات يې د نفتو پر نړیوال بازار منفي اغېزې ونه کړي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین په همدې ورځ د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره د تليفوني خبرو پر مهال ويلي، چې روسي ځواکونو او اوکرايني لوري د اوکراين په جنوب کې د زاپوروژي اټومي برېښناکوټ فعاليتونه جاري ساتلي او د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ هم ويلي، چې د دغه برېښناکوټ د رېډيېشن کچه عادي ښکاري.