د سږکال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي‌ اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳.۳ سلنه زياته ده
CMG2022/03/07 15:22:47
شريکول:

 

د چين  د ګمرکاتو عمومي ادارې د مارچ په ۷مه نېټه اعلان کړی، چې د سږکال په لومړيو دوو مياشتو کې د دغه هېواد د صادراتو او وارداتو عمومي‌ اندازه ۶.۲ زرو ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳.۳ سلنه زياتوالی ښیي. په دې اندازه کې د ۳.۴۷ زره ميليارډو يوانو په ارزښت صادرات شامل دي، چې، چې ۱۳.۶ سلنه زياتوالی ښيي او د ۲.۷۳ زره ميليارډو يوانو په ارزښت يې واردات کړي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲.۹ سلنه زيات شوي دي. د چين بهرنۍ سوداګري مخ په ښه کېدو روانه ده.