جيانګ دان د افغانستان مسئلې په تړاو د چين دريځ څرګند کړ
CMG2022/03/08 14:16:19
شريکول:

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د مارچ په ۷مه نېټه د افغانستان مسئلې په هکله د ملګرو ملتونو د لوړ پوړې ځانګړې استازې ويرونيسيا باچيليټ جيريا د راپور په هکله ډيالوګ تر سره کړی دی.

 په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او سويس کې د نړيوالو سازمانونو په پلاويو کې د چين ځانګړي استازي جيانګ دان هم په دغه ډيالوګ کې برخه اخيستې وه او د افغانستان مسئلې په هکله يې د چين دريځ بيان کړ او په ترڅ کې يې له امريکا څخه وغوښتل، چې افغانانو ته د اوښتو زيانونو غرامت او تاوان ورکړي.

جيانګ دان ويلي، چې افغانستان اوسمهال د ادارې په کليدي موده کې دی. افغانان د خپل هيواد د حالاتو له مخې د پرمختګ لارې لټوي، خو په ورته وخت کې د بشري بحران، اقتصادي مشکلاتو، ترهګرۍ او د اداري ستونزو په شمول له زياتو ننګونو سره هم مخ دي.

د افغانستان واکمن چارواکي د نړيوالې ټولنې لا زيات پوهاوي او ملاتړ ته اړتيا لري او د دغه هيواد سرپرست حکومت بايد لا پرانيستې او ټولشموله، نرمې او ثابتې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غوره او د ترهګريزو ډلو پر وړاندې ټينګه مبارزه وکړي او ټولو هيوادونو سره په دوستانه فضا کې ګډ ژوند وکړي.

نوموړي وويل، چې چين له ټولو افغانانو سره د دوستۍ پر تګلارې ټينګار کوي، تر اوسه يې افغانانو ته د نژدې ۳۰۰ ميليونو يوانو په اندازه بشري مرستې ورکړي او مرستې به یې دوام ومومي.

نوموړي زياته کړې، چې امريکا د افغانستان مسئلې پاروونکې ده. امريکايي ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال څه باندې ۳۰ زره بې ګناه ملکيان وژلي او شاو خوا ۱۱ ميليونه افغانان کډوال شوي دي. امريکا په نامسئولانه توګه له افغانستان څخه خپل ځواکونه اوباسل، چې له امله يې په دغه هېواد کې خلک له سخت بشري بحران سره مخ شوي دي. امريکا په داسې حالاتو کې هم له افغانستان سره مرستې نه کوي، بلکې برعکس غواړي، چې د افغانانو شتمني غلا کړي.

چين له امريکا څخه غواړي، چې پر افغانستان يو اړخيز بنديزونه لغوه کړي، بې له شرطه د افغانستان شتمني افغانانو ته وسپاري او دوی ته د اوښتو زيانونو جبران او تاوان ورکړي.