چين: پر رښتيني څواړخيزم دې ټينګار وشي
CMG2022/03/08 13:51:37
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اوومه نېټه د چين د دوو ملي جرګو په دوه ساعتنۍ مطبوعاتي غونډه کې د اوکراين وضعيت، نړيوالو اړيکو او نړیوالې ادارې په شمول د ژورناليستانو ۲۷ پوښتنو ته ځوابونه وويل او د اړوند مسئلو په تړاو يې د چين دريځونه بيان کړل.

د نوموړي خبرو دا پيغام ورکړی، چې چين د پيچلي نړيوال وضعيت پر وړاندې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو ته په کتو د ستونزو د حل لارې پيدا کوي او تل د نړيوال وضعيت د ثابت ساتلو په لټه کې دی.

امریکا پدې وروستيو کالونو کې د خپلې بادارۍ د ساتلو په پار د سړې جګړې نظريات بيا راپورته کړي او څو اړخيزم يې په رضاکارانه توګه عملي کړی دی او دا کړنې يې د نړیوال وضعيت د ګډوډۍ سبب ګرځېدلې دي.

 چين د ستونزو د هواري وړانديز کړی او پر ټولو هيوادونو يې غږ کړی، چې پر رښتيني څو اړخيزم ټينګار وکړي، د سولې، يووالي او پرانيستي اقتصاد جوړولو لپاره دې هڅې او يو له بل سره دې همکارۍ وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ همیشه په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين د نړيوالې سولې ابادوونکی، د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی او د نړيوال نظام ساتلونکی دی او پدغو برخو کې يې خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

چين د اوکراين وضعيت په اړه څلور وړانديزونه کړي او پر نړیوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د ښکليو خواوو ترمنځ خبرې وهڅوي او د بشري ناورین مخه دې ونيسي.

 چين د منځني ختيځ د سولې او ثبات لپاره هم پنځه فقره ييز وړانديز کړی او اوس د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د درېيمې غونډې په چمتو کولو بوخت دی.  چين همېشه د نړيوالې سولې لپاره کار کوي.

چين يووالی د کرونا وبا، د اقلیمي بدلون او نورو نړيوالو ننګونو د حل تر ټولو قوي وسله بولي. دغه هېواد د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره د کرونا ضد واکسين مرستې کړي او تر نورو مخکې يې له ټونګا سره د ځنګلونو د اورلګېدنې پېښې په ختمولو کې مرسته کړې ده. چين د کرونا وبا له منفي اغېزو سره سره بيا هم د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې ترسره کړې اود نړيوال يووالي د پياوړتيا لپاره يې خپل رول لوبوی دی.

د یو کمربند او يوې لارې د لويې کورنۍ د غړو شمېر ۱۸۰ ته پورته شوی، د نړيوال پرمختګ په اړه د چين وړانديز په تدريجي ډول عملي کيږي او رسيپ تړون هم رسماً نافذ شوی دی...... چين هڅه کوي چې خپل بازارونه پرانيستي پرېږدي او د نړیوالو همکاريو لپاره زمينه برابره کړي.

چين پر دې ټينګار کوي، چې لوي هېوادونه دې سيالۍ نه، بلکې يو د بل درناوی وکړي، په سوله کې دې ګډ ژوند وکړي او په ګډې همکارۍ دې ګډې ګټې ولټوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرس له چين سره اړيکې د ملګرو ملتونو او څواړخيزم لپاره خورا مهمې بللي او په اشارې يې ويلي، چې بېلابېلې ننګونې يوازې په څواړخيزم ، يووالي او ګډو همکاريو لرې کيږي او هغه په دې برخه کې د چين له ټينګ ملاتړ څخه مننه کړې ده.

۲۰۲۲م کال د نړۍ لپاره له ننګونو ډک وی

د سينګاپور د ليان هه ځاو باو ورځپاڼې په خپله تبصره کې ليکلي، چې د چين د دوو ملي جرګو کلنۍ غونډې د چين د نظرياتو د څار یوه مهمه کړکۍ ده او له نورو هېوادونو سره د دغه هېواد اړيکې ډېرې د پام وړ دي. د چين د بهرنيو چارو وزير د مارچ په اوومه نېټه د دغو دوو ملي جرګو مطبوعاتي غونډې ته د خبرو پر مهال مثبت پيغام ورکړی او د چين مسئوليت ترې څرګند شوی دی.