عيد خطيب زاده: د ایران د اټومي مسئلې د خبرو اترو توپیرونه ډېر کم دي
CMG2022/03/08 11:44:27
شريکول:

عيد خطيب زاده: د ایران د اټومي مسئلې د خبرو اترو توپیرونه ډېر کم دي
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعيد خطيب زاده د مارچ په ۷مه نېټه ویلي، چې اوس د ایران اټومي مسئلې د هراړخيز تړون په خبرو اترو کې د تهران او د لوېديځو هېوادونو ترمنځ توپيرونه ډېر کم شوي او د ګوتو شمېر ته راښکته شوي دي.
نوموړي ویلي، چې که امریکا مناسب تدبيرونه ونيسي، نو د یادو خبرو اترو په ترڅ کې به اړوند تړون ډېر ژر لاسلیک شي، خو ایران به د دغو خبرو اترو لپاره ضرب الاجل ونه مني. هغه د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو د شونتیا په اړه وویل، چې ایران به د امریکې د کړنو له مخې اړوند پرېکړه وکړي، خو تر اوسه د امریکې په کړنو کې هېڅ بدلون نه ليدل کيږي او هر وخت يې پر ایرانيانو سخت بندیزونه لګولي دي. (هیله)