د چین ستورمزلې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د نړۍ ټولو ښځو ته مبارکي ويلې
CMG2022/03/08 10:45:41
شريکول:

د مارچ اتمه نيټه د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده او د نړۍ په ګڼو هيوادونو کې دغه ورځ لمانځل کیږي.

 سينهوا اژانس خبر ورکړی، چې د چين ستورمزلې وانګ ياپينګ په وروستيو کې د م.م د راډيويي او تلويزيوني مرکز په بلنه له فضايي سټېشن څخه په ويډيويي پیغام کې د نړۍ ټولو ښځو ته د دغې ورځې مبارکي ویلې او هيله يې ښودلې، چې د نړۍ هره ښځه په خپل ژوند او چارو کې لاسته راوړنې ولري.

هغې په دغه ويډيويي پیغام کې ويلي، چې فضا ته د ښځو د تګ له کبله به د نړۍ او فضا چاپيريال بدلون ونه مومي او ګڼې شمېرې ښيي، چې په فضا کې د کاري توان په برخه کې د ښځو او نارينه وو ترمنځ هېڅ توپير نشته او ښځې هم کولی شي، چې د لوړو معيارونو له مخې د نارينه وو په څېر تمرينونه تر سره کړي او د خپل غوره والي او امتيازونو په اتکا له نارينه وو ستورمزلو سره يو ځای فضايي څېړنې وکړي او ستونزې لېرې کړي.

 

(غاټول)