اسرائيلي پوليسو په بيت المقدس کې يو فلسطينی وژلی
CMG2022/03/08 10:42:26
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اسرائيل پوليسو د مارچ په اوومه نېټه ويلي، چې يوه ۲۲ کلن فلسطيني په همدې ورځ د بيت المقدس د قدس شريف په حرم کې پر دوو اسرائيلي پولسو د چاقو بريد کړی او دوه پولیس یې ټپيان کړي دي.
په سيمې کې نورو پولیسو ياد بریدګر په ډزو وژلی دی او د پېښې ځای ته يې د تګ راتګ لاره بنده کړې ده.

 

د اسرائيل ژغورونکو چارو ادارې ويلي، چې  دوه ټپيان شوي پوليس يې روغتون ته ليږدولي دي.

(غاټول)