په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۴۵ میلیونو،۹۶ زرو او ۶۱۲ ته رسېدلی
CMG2022/03/08 11:45:30
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ په ۷مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو او ۱۳ دقیقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۱ میلیون، ۲۰۰ زره او ۷۰۷ نوې پېښې زیاتې شوي او په دې سره عمومي شمېر يې ۴۴۵ میلیونو، ۹۶ زرو او ۶۱۲ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۴ زره او ۴ سوه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ میلیونو، ۹۹۸ زرو او ۳۰۱ ته رسېدلی دی. (هیله)