د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۷مه نېټه په پاکستان کې د سختې ترهګريزې پيښې په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر ډاکترعارف علوي ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت په مرکز پيښور کې ځانمرګي بريد ډېرو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
نوموړي د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د وژل شويو کسانو په اړه خواشيني څرګنده کړې او د دوی خپلوانو سره یې غمشريکې او ټپیانو ته يې د ښې روغتيا هيله ښودلې ده.
نوموړي ويلي، چې چين دغه ترهګريزه پيښه په کلکو ټکو غندي او د ترهګرۍ ضد د مبارزې، د هېواد د ثبات او د خلکو د ژوند او مال امنيت د ساتلو په پار د پاکستان د حکومت او خلکو له هلو ځلو څخه ټينګ ملاتړ کوي.