په چين کې د خلکو د مصرفي اندازې د ودې تمايل نه دی بدل شوی
CMG2022/03/08 10:47:38
شريکول:

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې په دې وروستيو ورځو کې يوه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې تېر کال په ټول هېواد کې د مصرفي توکو د پرچون پلور عمومي ارزښت ۴۴۱۰۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلی، چې دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې ۱۲ اعشاريه ۵ زياتوالی ښيي.

 دغه راز په ټول چين کې د اقتصادي پرمختګ لپاره د مصرف خدمتي انډول په سلو کې ۶۵ اعشاريه ۴ و او له دې کبله د هيواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت په سلو کې ۵ اعشاريه ۳ زيات شوی او مصرف د اقتصادي پرمختګ لپاره لومړی خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.

 

(غاټول)