د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د کمزورو ډلو د حقونو ساتلو په اړه بحث وکړ
CMG2022/03/08 11:54:03
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د مارچ په ۷مه نېټه په خپله ۴۹مه غونډه کې د چین د وړاندیز له مخې د کرونا وبا ضد په مبارزه او د اقتصادي او ټوليزو چارو د احیا په بهیر کې د ټکنالوژۍ د همکاريو د پياوړتیا او د کمزورو ډلو د حقونو د ساتلو په اړه ځانګړې مباحثوي غونډه ترسره کړه. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو ځانګړې استازې لي شیاو مې هم په یاده غونډه کې ګډون کړی و او په خپلو خبرو کې يې وویل، چې چین تل د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکړی او د کرونا وبا ضد کلکه مبارزه يې کړې او په ترڅ کې يې د ضعیفو ډلو حقونو ساتلو ته هم ډېره پاملرنه کړې ده.
نوموړې د غونډې ګډونوالو څخه وغوښتل، چې د ضعیفو ډلو اړتیاوو ته پوره پاملرنه وکړي او د دوی د بشري حقونو ساتلو لپاره مساوي او عادلانه تدبیرونه ونيسي. (هیله)