روسيه: اوکراين سره یې د خبرو اترو درېيم پړاو بې پایلې پای ته رسيدلی
CMG2022/03/08 10:17:17
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، له اوکراين سره د روسيې د خبرو اترو د پلاوي مشر او د پوتين سلاکار ولاديمير ميدينسکي د مارچ په ۷مه نېټه ويلي، چې د بلاروس د بېلوېج ځنګلونو کې د روسيې او اوکراين تر منځ د خبرو اترو درېيم پړاو بې پایلې پای ته رسیدلی، خو نوموړي ويلي، چې دواړه خواوې به خبرو اترو ته دوام ورکړي.

د روسيې خبري آژانس خبر ورکړی، چې د روسیې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو ۳ ساعته دوام وکړ، خو کومې پایلې ته ونه رسیدل.
مدينسکي له خبرو اترو وروسته ويلي، چې دواړو خواوو پر سياسي او پوځي مسئلو دوامدارې خبرې وکړې، خو موافقې ته ونه رسېدل او يادې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.
(خبرياله: شکريه)