د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې کلنۍ غونډې دوهمه عمومي ناسته تر سره شوه
CMG2022/03/08 18:05:51
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې کلنۍ غونډې دوهمه عمومي ناسته د مارچ د اتمې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه او پکې د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېسيون کاري راپور او د سترې ولسي محکمې کاري راپور او د لوی څارنوالۍ کاري راپور واورول شول او تر سنجش لاندې ونيول شول.

په دغه ناسته کې شي جين پينګ، لي که چيانګ، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي، هان جنګ او وانګ چي شان هم ګډون کړی و.