بايډن د روسيې د انرژۍ پر ليږد بندیز ولګاوه
CMG2022/03/09 11:09:38
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امریکا ولسمشر جوبايډن د مارچ په ۸مه نېټه اعلان وکړ، چې امریکا به د روسيې انرژۍ پر واردولو بندیزونه ولګوي او له روسيې څخه به د نفتو، طبیعي ګازو او سکرو صادرول منع کړي.

د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین په همدې ورځ یو حکم لاسلیک کړی او ويلي یې دي، چې د روان کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې مخکې به د ځينو خوراکونو او اومه موادو صادرات او واردات بند کړي او د روسيې حکومت به یې لېست جوړ کړي.
نوموړي په همدې ورځ د یو لړ ټولنيزو او اقتصادي تدبيرونو په اړه یو قانون لاسلیک کړی او موخه يې دا ښودلې، چې روسیه به د لویدیځ د بندیزونو له امله اغېزمنو خلکو او تصدیو څخه ملاتړ وکړي. (هیله)