په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا له امله د مړينې شمېر له ۶ ميليونو څخه واوښت
CMG2022/03/09 10:59:58
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۸ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې تر ۸ مې نېټې پوري په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا له امله د مړينې شمېر له ۶ ميليونو څخه زيات شوی او پر دغه ويروس د اخته کسانو شمېر له ۴۴۶ ميليونو څخه زيات شوی دی.

د مالوماتو له مخې، د روانې مياشتې د ۸ مې نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۳۱ دقيقو پوري په ټوله نړۍ کې پر کرونا  د اخته کسانو شمېر ۴۴۶ ميليونه، ۵۱۱ زره او ۳۱۸ ته رسېدلی او د دې وبا له امله د مړينې شمېر ۶ ميليونه، ۴ زره او ۴۲۱ ته رسېدلی دی.

(مينه)