د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ژنيو کې
د ملګرو ملتونو په مقر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي
چن شوو د مارچ په ۸مه نېټه د بشري حقوقو شورا په ۴۹م کانګرېس کې د ۴۰ هېوادونو په
استازيتوب د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو له لوړې کميشنرۍ غوښتنه کړې، چې د اقتصادي،
ټولنيزو، کلتوري او انکشافي حقونو د ساتنې لپاره لا زيات لګښتونه وکړي، د ارزښتناکو
خبرو او همکاريو له لارې دې د بېلا بېلو خواوو تر منځ همکاريزې همکارۍ پياوړې کړي
او چا ته دې اجازه نه ورکوي، چې بشري حقونه د سیاسي دسیسو ښکار کړي او د داسې کړنو
مخه دې ونيسي.
نوموړي زیاته کړې، چې د بشري حقونو لوړه
کميشنري دې د نابرابرۍ مخنيوي ته لومړيتوب ورکړي، په عادلانه معقوله توګه دې خپله
دنده ترسره او د ارزښتناکو خبرو اترو او همکاريو له لارې دې د اړوندو خواوو تر منځ
همکاريزې اړيکې پياوړې کړي او د سياسي دسيسو مخه دې ونيسي.
(خبرياله:
شکريه)