د چين دوه ملي جرګې د ډيموکراسۍ ښه تمثیل بلل کيږي
CMG2022/03/09 14:48:26
شريکول:

د چين دوه ملي جرګې د ډيموکراسۍ ښه تمثیل بلل کيږي

بريتانوی ليکوال او سياسي شناند کالوس ماتينيس وايي، چې د چين په سږنيو دوو غونډو يعنې د ۲۰۲۲ کال د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې ملي کميټې او د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرېس د پنځمو دوو غونډو پالیسۍ د چينايانو د فکرونو او خيالونو او د دوی خدمتونو ښکارندويي کوي. د ده په اند د چين يادې دوه غونډې د قانوني نظام پربنسټ د سوسياليستي ډيموکراسۍ ښه تمثيل بلل کيږي.

د چين دوه کلنۍ غونډې د بهرنيو هېوادونو لپاره يوه داسې مهمه کړکۍ ده، چې د چين د ډيموکراسۍ کيفيت ترې له نژدې څارل کيږي. د سږنيو دوو غونډو په موده کې د ملي ولسي کانګرس شاوخوا پنځه زره استازي او د سياسي مشورتي کنفرانس غړي په بېجينګ کې راغونډ شوي او د ملي پاليسيو او تګلارو په باب بحثونه کوي. دا د چين د ډيموکراسۍ ښکارندويي کوي او ورڅخه په چين کې د ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ مهم نظام هم ښکاري. 

کوم هېواد ډيموکراتيک دی؟

د ډيموکراتيک هيواد مانا دا ده، چې خلک يې واک ولري او د هيواد حاکمان وي. د ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ په اړه افکار، چې د چين د کمونېست ګوند له خوا وړاندې شوي، تل په ټاکنو، مشورو، د تګلارو د جوړولو، ادارې او نظارت په شمول د حکومتوالۍ په بېلا بېلو برخو کې پلي کيږي او د چين د ډيموکراسۍ د طبيعت او مهمو ټکو ښکارندويي کوي او خلک خپل واک لري او پرېکړې کوي.

د بېلګې په توګه،  په چين کې د پنځو کچو ولسي کانګرس استازي په ډيموکراتيکو ټاکنو کې ټاکل کيږي، چې په دې جمله کې د ولسواليو او علاقه داريو په کچه د ولسي کانګرس استازي د ټاکنو په سيمو کې د رايې ورکولو له لارې ټاکل کيږي، یعنې د دغو سیمو هر کس خپله رايه کاروي او د استازو شمېر يې د عمومي شمېر په سلو کې ۹۴ اعشاريه ۵ نيسي او د استازيتوب پراخې چارې پر مخ وړي. د دې ترڅنګ د چين د سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي د مشورو له لارې ټاکل کيږي، چې پکې د بېلا بېلو ډيموکراتيکو ګوندونو او غير ډيموکراتيکو ګوندونو، د عمده ولسي ډلو، ۵۶ قومونو او پنځو مذهبونو شخصيتونه شامل دي. د چين دغه نظام د هغه ډيموکراتيک غوره والي ښکارندويي کوي، چې پکې د مشورو له لارې دولتي کارونه تر سره کيږي.

کوم هېواد ډيموکراتيک دی؟

د هر هيواد خلک دغې پوښتنې ته د ځواب حق لري.

د ايدل من شرکت چې په نړۍ کې د سروې تر ټولو لوی شرکت بلل کيږي، د روان کال په جنورۍ کې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې تېر کال چينايانو پر خپل حکومت ۹۱ سلنه باور ښودلی او دغه رقم په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی او دغې سروې د چين د ډيموکراسۍ د قوي خوځنده ځواک ښکارندويي کړې ده.

له حقيقتونو څخه ښکاري، چې د چين ځانګړی سوسياليستي ډيموکراتيک سياسي نظام د دې هېواد له تاريخي کلتور څخه سرچېنه اخلي او د هېواد له مشخصاتو سره سم یې چارې پرمخ وړل کيږي. دغه نظام په چين کې د موجودو ستونزو او مسئلو د حل وفصل لپاره ګټور او اغيزمن رول لوبوي. چينايان له خپل نظام څخه د زړه له کومې ملاتړ کوي او نړيوال د چين د سياسي نظام له لارې په دې پوهيدلي، چې يوازې د لويديځو هېوادونو د ټاکنو نظام د ډيموکراسۍ لاره نه ده، بلکې نورې لارې هم موجودې دي.

 هغه ډيموکراتيک موډل، چې کانديدان د ټاکنو په موده کې د خلکو رايو ته اړتيا لري، خو تر ټاکنو وروسته د دوی اړتیاوې او غوښتنې له پامه غورځوي، واقعي ډيموکراتيک موډل نه دی او چينايان دا ډول ډيموکراتيک موډل ته اړتيا نه لري.

په نړۍ کې تر ټولو ښه ډيموکراسي شتون نه لري، خو ښه ډيموکراتيک موډل موجود دی. د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس استازو د مارچ په اوومه نېټه په پنځمې عمومي غونډې کې د سيمه ييزو سازمانونو قانون د تعديل نامې مسوده تر سنجش لاندې ونيوه او د دوی دغه چاره د ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ ښه ښکارندويي کوي.

 چين به په لا پراخې ډيموکراتيکې لار روان شي او خلک به يې له لا زياتو ډيموکراتيکو لاسته راوړنو څخه برخمن شي او د انساني سياسي تمدن د ودې او پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي.