نيويارک ټايمز د فبرورۍ په ۲۵مه او د مارچ په دوهمه د امريکا د تش په نوم بې نومه لوړ پوړي چارواکي په قول خبرونه ورکړي او پر چين يې هغه بې بنسټه تورونه لګولي دي. دغه چارواکی وايي، (( چين پر اوکراين د روسيې د نظامي عملياتو له پيل مخکې د روسيې په پلان او نيت خبر و او له روسيې څخه يې غوښتي وو، چېد بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو له پای مخکې اقدامات مه کړي)) . په يادو خبرونو کې پر چين نيوکه شوې، چې چين له روسيې سره ولاړ دی او پر روسيې د امريکا له بنديزونو سره مخالفت کوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه خبري ناسته کې ياد خبرونه رد کړي او څرګنده يې کړې، چې امريکا بې بنسټه معلومات ورکړي او د چين د بڼې بدنامول غواړي.
د چين ګلوبل ټاميز ورځپاڼې خبريال د زياتو سرچينو د معلوماتو له مخې خبر ورکړی، چې د امريکا په خبرونو کې تش په نوم بې نومه چارواکی د امريکا د سپينې ماڼۍ امنيتي کنسل دی.