اوکراین غواړي له روسيې سره خبرې وکړي
CMG2022/03/09 11:10:43
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراین ولسمشر زلینسکي د مارچ په ۸مه نېټه د اې بي سي له خبریال سره په مرکه کې ویلي، چې اوکراین به له روسيې سره د ډله ييز امنیت ضمانت، د دونبس سيمې او د کریمیا د ایندې په اړه خبرې اترې وکړي. 
نوموړي ویلي، چې هغه روسيې او پوتین ته دا مالومات ورکړي، چې اوکراین به د خپل هېواد د امنیت ساتلو په اړه د اړوندو هېوادونو تضمین ومني او روسيه هم په دغو هېوادونو کې شامله ده. نوموړي زیاته کړې، چې اوکراین به د روسيې په شمول له ټولو ګاونډيانو او امریکا، فرانسې او جرمني سره د ډله ييز امنیت ضمانت تړون لاسليک کړي او دا یې اړين کار بللی دی. (هیله)