د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د مارچ په ۸مه نېټه ويلي، چې
امنيتي ځواکونو يې په همدې ورځ په بلوچستان ايالت کې د ترهګرو پر ضد عمليات تر سره
کړي او ۷ ترهګر يې وژلي دي.
د پاکستان د ځواکونو مطبوعاتي ادارې په همدې ورځ د
يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې امنيتي ځواکونو يې د بلوچستان په تربت سيمه کې د
ترهګرو پر يوه پټنځای عمليات تر سره کړي دي.
بيانيه زياتوي، چې يادو ترهګرو د
تښتې هڅه کوله، چې امنيتي ځواکونو پر ډزې وکړې او ځای پر ځای وژلي او ګڼ شمېر وسلې
يې هم ترلاسه کړي دي. (خبرياله: شکريه)