وانګ يي له شاه محمود قريشي سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/03/09 11:11:57
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزير وانګ يي له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره ټليفوني خبرې کړې دي. 
 وانګ يي په خپلو خبرو کې په پېښور کې د ترهګريز برید سخته غندنه کړې او په دې اړه يې خواشيني څرګنده کړې ده. نوموړي ويلي، چې چین د ترهګرۍ ضد د مبارزې او د خپل هېواد ثبات د ساتنې په اړه د پاکستان له کوښښونو ملاتړ کوي. 
قريشي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين د کرونا وبا له منفي اغېزو سره سره د بېجینګ اولمپيک ژمنۍ لوبې په بریالیتوب ترسره کړي او په دې مناسبت یې چين ته مبارکي ويلي ده.
نوموړي ويلي، چې پاکستان غواړي له چین سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې او خپلمنځي همکارۍ نوره هم ورسره ژورې کړي او د پرمختیايي هېوادونو ګډې ګټې به وساتي. 
دواړو خواوو د افغانستان مسئلې په اړه هم د نظریو تبادله کړې او موافقه يې کړې، چې خپلمنځي همغږۍ او تبادلې د پياوړتیا له لارې به د افغانستان د سولې او بیارغونې لپاره فعال خدمتونه ترسره کړي. (هیله)