چين : د امريکا د بيولوژيکي لابراتوارونو پوځي کړنې بايد وڅارل شي
CMG2022/03/09 11:24:09
شريکول:

خبريال د مارچ په ۸مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت په نوبتي خبري ناسته کې د پوښتنې کولو په ترڅ کې وويل، چې په اوکراين کې د امريکا بيولوژيکي لابراتوارونو د ټولۍ نړۍ پاملرنه راجلب کړې ده او ويل کيږي، چې د اوکراين د کړکيچنو حالاتو په ډېرېدو سره، د امريکا د لوی سفارت کارکوونکي په ډېرې بېړې له دغه هيواد څخه وتلي او د يادو لابراتوارونو معلومات ترې غورځېدلي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په دې اړه وويل، چې د امريکې په دغو بيولوژيکي لابراتوارونو کې ګڼ خطرناک ويروسونه ساتل کېږي.
روسيې په خپلو پوځي عملياتو کې دا موندلي او ويلي يې دي، چې امريکا په يادو لابراتوارونو کې بيولوژيکي پوځي پلانونه ترسره کول.
چين له امريکا څخه يو ځل بيا غوښتنه وکړه، چې د خپلو يادو کړنو په اړه توضيحات ورکړي او ملګرو ملتونو ته دې اجازه ورکړي، چې په يادو لابراتوارونو څو اړخيزه څارنه وکړي.
(خبرياله: شکريه)